وسلوالو له اکتوبر راهیسې ۴۴۲ جوماتوالو او عبادت کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

وسلوالو له اکتوبر راهیسې ۴۴۲ جوماتوالو او عبادت کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

د بشر د حقونو خپلواک کمیسيون وایي طالبانو او داعشیانو له اکتوبر راهیسې پر دیني عبادت ځایونو ۱۷ بریدونه کړي، چی شاوخوا ۱۷۲ تنه یې وژلي او ۲۷۲ تنه یې ټپیان کړي دي.

د دغه راپور پر اساس په دې بریدونو کې ۵ تنه امامان او څوارلس تنه ماشومان هم وژل شوي او دوه ویشت تنه ماشومان ټپیان شوي دي. 

په راپور کې په جلال آباد، پروان، هلمند، پکتیا، کابل، تخار او لغمان کې پر عبادت ځایونو بريدونو ته اشاره شوې او پړه پر طالبانو، داعش او افراطي ډلو اچول شوې ده.

په راپور کې د هندوانو او سیکانو پر عبادتخونو د بریدونو یادونه هم شوې ده. 

د ځینو شنونکيو په اند که څه هم طالب، داعش او افراطي ډلې ډلې ځانونه د اسلام مدافعين ښايي خو په جګړه کې د مقدساتو تر برید لاندې نیول یې په عادي چاره بدل شوي دي. .

د چارو شنونکي وايي، پر جوماتو او مذهبی ځایونو بریدونه د استخباراتی جګړې برخه ده او یو شمېر کړۍ غواړی په دې کار سره په افغانستان کې مذهبی او قومی جګړه پیل کړي.

لیکوال او شنونکی مجید قرار بیا وایي په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت څه موده وړاندې د دری سوه نويو جوماتونو د جوړېدلو خبر ورکړی و، طالبانو ګڼ شمېر جوماتونه ویجاړ کړي او جوماتوال یې پکې وژلي دي.

ویل کېږي چې طالبانو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان د علماوو د شورا د موجوده غړيو د شمېره دوه برابره دیني علماء  وژلي دي. 

دوی وايي، چې طالبان له مخالفو دیني علماو ويره لري؛ چې د دوی د جګړې مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي..

طالبانو ډېری هغه علماء هدف ګرځول کېږي چې د طالبانو پر خلاف نظر ورکوي یا د افغانستان د نظام حمایت کوي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت څه موده وړاندې ويلي و، چې له امنيتي ادارو سره په ګډه کار کوي، تر څو په هېواد کې د ديني عالمانو ژوند او ديني مقدسات د وسله والو له بريدونو خوندي وساتي.

ديني عالمان له حکومت څخه د دوی د خوندیتوب د غوښتنې تر څنګ له وسله والو طالبانو غواړي، چې له دغسې ناوړه کارونو څخه لاس په سر شي.

  • 31 چنګاښ 1399